د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا کې ځینې سرچینې تاییدوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، خلیلزاد نن شنبې د وري ۲۱ مه کابل ته رارسېدلی دی.
د سرچینې په وینا خلیلزاد دا مهال د ملې روغې جوړې شورا کې دی او ښايي له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.
ویل کېږي خلیلزاد به له افغان چارواکو او سیاسیون سره د افغان سولې په تړاو د استانبول په ناسته باندې خبرې وکړي.
راپورونه وايي، په نېږدې څو ورځو کې به د افغان سولې په تړاو د ترکیې استانبول ښار کې ناسته وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل