له دې وروسته د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت راځي

21 حمل 1400 ساعت 9:41

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له دې وروسته به د کابل اوسېدونکو د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت باندې ورکول کېږي.


د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له دې وروسته به د کابل اوسېدونکو د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت باندې ورکول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شرکت ویلي، له دوه میاشتني سیستم یې یوه میاشتنۍ سیستم ته د بېل د اوښتو اقدام د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر اساس کړی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، دا چاره د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه د تطبیق وړ ده.

نوموړي زیته کړې، چې دا کار به لومړی د کابل په رهایشي سیمو کې پلی او په نېږدې راتلونکو کې به نورو غټو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د توحیدي په وینا له اقتصادي لحاظه دا به مشترکینو ته د بل په لګښت کې پنځوس سلنه کمښت راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138040

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138040/

جمهور
  https://www.jomhornews.com