۰

له دې وروسته د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت راځي

شنبی ۲۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له دې وروسته به د کابل اوسېدونکو د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت باندې ورکول کېږي.
له دې وروسته د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت راځي
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له دې وروسته به د کابل اوسېدونکو د برېښنا بېلونه میاشت په میاشت باندې ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شرکت ویلي، له دوه میاشتني سیستم یې یوه میاشتنۍ سیستم ته د بېل د اوښتو اقدام د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر اساس کړی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، دا چاره د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه د تطبیق وړ ده.

نوموړي زیته کړې، چې دا کار به لومړی د کابل په رهایشي سیمو کې پلی او په نېږدې راتلونکو کې به نورو غټو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د توحیدي په وینا له اقتصادي لحاظه دا به مشترکینو ته د بل په لګښت کې پنځوس سلنه کمښت راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي