۰

درې وزیران تایید، دوه وزیران او د بانک رییس رد شول

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۳
ولسي جرګې د کابینې درې نورو وزیرانو ته هم د تایید رایه ورکړه، خو دوه نور نوماند وزیران او د مرکزي بانک رییس یې رد کړل.
درې وزیران تایید، دوه وزیران او د بانک رییس رد شول
ولسي جرګې د کابینې درې نورو وزیرانو ته هم د تایید رایه ورکړه، خو دوه نور نوماند وزیران او د مرکزي بانک رییس یې رد کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې د نن چهارشنبې لیندۍ ۱۲ مې په غونډه کې یو ځل بیا د کابینې پنځو نوماند وزیرانو او د مرکزي بانک نوماند ته د رایې ورکولو صندوقونه کېښودل.

په دغه رای ګیری کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم، د عامې روغتیا وزارت ته نوماند احمد جواد عثماني او د اقتصاد وزرات ته نوماند کریمه حامد فاریابي هغه کسان و، چې د ولسي جرګې څخه یې د باور رایه تر لاسه او وزیران وټاکل شول.

خو د پوهنې وزرات ته نومانده رنګینه حمیدي، د کلیوپراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي او مرکزي بانک ته نوماند اجمل احمدي هغه کسان و، چې له ولسي جرګې یې د باور رایه تر لاسه نه کړه او ونه ټاکل شول.

محب الله صمیم د ۲۰۹ تایید رایو سره د قومونو او قبایلو چارو وزیر، احمد جواد عثماني ۱۴۵ تایید رایو په اخیستو د روغتیا وزیر او مېرمن کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ رایو په اخیستو سره د اقتصاد وزیره وټاکل شوه.

د پوهنې وزارت ته نوماندې رنګینه حمیدي ۱۱۴ تایید رایې، مجیب الرحمن کریمي ۱۱۸ تایید رایې او اجمل احمدي ۷۲ د تایید رایې تر لاسه کړي او ویې نه شوی کولی، چې ټاکل شوې څوکۍ تر لاسه کړي.

د یادونې ده، چې د وزیرانو د بریالیتوب لپاره پنځوس جمع یو رای ۱۲۳ ټاکل شوې وه.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بریالي نوماندانو ته د مبارکۍ تر څنګ له ولسمشر غني وغوښتل چې رد شویو وزیرانو پر ځای نور کسان دغه څوکلیو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

باید و ویل شي، چې ولسي جرګې تر اوسه د ملي امنیت د رییس په ګډون د کابینې ۲۰ وزیرانو ته د تایید رایه ورکړې او پنځه تنه یې رد کړي دي.

د ښځو چارو وزرات، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پوهنې وزرات، د کلیوپراختیا وزیرات او د مرکزي بانک ریاست هغه څوکۍ دي، چې رد شوې او پر ځای یې باید نور کسان ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي