د امریکايي پوهنتون رییس له طالبانو وغوښتل، چې د دوی استادان ورخوشي کړي

13 عقرب 1398 ساعت 7:16

د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني له طالبانو وغوښتل، چې د دوی دوه تنه برمته کړي استادان له قید شرط پرته خوشي کړي.


د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني له طالبانو وغوښتل، چې د دوی دوه تنه برمته کړي استادان له قید شرط پرته خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیډني په ویه مرکه کې ویلي، طالبان د دوی د استادانو د خلاصون لپاره شرطونه نه اېږدي، ځکه دغه استادان په بشردوستانه همکاریو بوخت وو او موخه یې د افغان ځوانانو روزل وو.

نوموړي ټینګار کړی، همدې ته په کتو د دغه استادانو خلاصون لپاره شرط اېښودل د بشري حقونو ضد کار دی.

سیډني پر طالبانو غږ کړی چې دغه کسان دې له کوم شرط پرته خوشي کړي ځکه کورنۍ او همکاران یې د دوی په اړه اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د یادو کسانو د خلاصون په بدل کې د ۸۰ زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com