۰

د امریکايي پوهنتون رییس له طالبانو وغوښتل، چې د دوی استادان ورخوشي کړي

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۶
د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني له طالبانو وغوښتل، چې د دوی دوه تنه برمته کړي استادان له قید شرط پرته خوشي کړي.
د امریکايي پوهنتون رییس له طالبانو وغوښتل، چې د دوی استادان ورخوشي کړي
د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني له طالبانو وغوښتل، چې د دوی دوه تنه برمته کړي استادان له قید شرط پرته خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیډني په ویه مرکه کې ویلي، طالبان د دوی د استادانو د خلاصون لپاره شرطونه نه اېږدي، ځکه دغه استادان په بشردوستانه همکاریو بوخت وو او موخه یې د افغان ځوانانو روزل وو.

نوموړي ټینګار کړی، همدې ته په کتو د دغه استادانو خلاصون لپاره شرط اېښودل د بشري حقونو ضد کار دی.

سیډني پر طالبانو غږ کړی چې دغه کسان دې له کوم شرط پرته خوشي کړي ځکه کورنۍ او همکاران یې د دوی په اړه اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د یادو کسانو د خلاصون په بدل کې د ۸۰ زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي