کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده

5 عقرب 1398 ساعت 9:48

په جنوب کندهار کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د دوی په موټریز کاروان په دغه ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.


په جنوب کندهار کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د دوی په موټریز کاروان په دغه ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه (د لړم ۴مه) د کندهار ولایت هوایي ډګر ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه د بهرنیو ځواکونو په موتریز کاروان شوې ده.

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو ویاند میجر ټامس وايي، چاودنه د هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سرتېرو شوې او یو سرتېری په کې ټپي شوی دی.

ویل کېږي تر پېښې وروسته سیمه د نړیوالو ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه او افغان ځواکونه سیمې ته نه دي ورغلي.

د چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com