په جنوب کندهار کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د دوی په موټریز کاروان په دغه ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه (د لړم ۴مه) د کندهار ولایت هوایي ډګر ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه د بهرنیو ځواکونو په موتریز کاروان شوې ده.
کندهار کې د بهرنیو ځواکونو ویاند میجر ټامس وايي، چاودنه د هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سرتېرو شوې او یو سرتېری په کې ټپي شوی دی.
ویل کېږي تر پېښې وروسته سیمه د نړیوالو ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه او افغان ځواکونه سیمې ته نه دي ورغلي.
د چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل