سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

30 میزان 1398 ساعت 10:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون دوشنبې د تلې ۲۹ مه مازیګر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې شوې، چې مرګ ژوبله هم لري.

امنیتي سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې افغان سرحدي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات کول.

د امنیتي سرچینو په وینا دوی د عملیاتو پر مهال د پاکستاني ملېشو او طالبانو له مقاومت سر مخ شول، چې د طالبانو په ګډون لس تنه ملېشه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

خو په ورته وخت کې یوې بلې امنیتي سرچینې ويلي، د یادو افغان سرحدي سرتېرو مرستې ته پر لارې مرستندویه افغان ځواکونو باندې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com