سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون دوشنبې د تلې ۲۹ مه مازیګر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې شوې، چې مرګ ژوبله هم لري.
امنیتي سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې افغان سرحدي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات کول.
د امنیتي سرچینو په وینا دوی د عملیاتو پر مهال د پاکستاني ملېشو او طالبانو له مقاومت سر مخ شول، چې د طالبانو په ګډون لس تنه ملېشه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
خو په ورته وخت کې یوې بلې امنیتي سرچینې ويلي، د یادو افغان سرحدي سرتېرو مرستې ته پر لارې مرستندویه افغان ځواکونو باندې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل