د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر وژل شوی دی

30 میزان 1398 ساعت 10:17

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۲۹ مه) د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د پېښې د پخلي تر څنګ وایي، د استیناف څارنوالۍ اجرائیوي مدیر مجتبی حنیفي خپل کور ته په لاره و، چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو پخوانی جهادي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 121567

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121567/

جمهور
  https://www.jomhornews.com