۰

د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر وژل شوی دی

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی.
د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۲۹ مه) د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د پېښې د پخلي تر څنګ وایي، د استیناف څارنوالۍ اجرائیوي مدیر مجتبی حنیفي خپل کور ته په لاره و، چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو پخوانی جهادي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي