افغانستان کې ۴۷ سلنه وګړي رواني ستونزې لري

30 ثور 1398 ساعت 9:19

د یوې نوې ترسره شوې پایلې ښيي، چې په افغانستان کې نېږدې ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي، خو د افغان چارواکو په وینا رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي.


د یوې نوې ترسره شوې پایلې ښيي، چې په افغانستان کې نېږدې ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي، خو د افغان چارواکو په وینا رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سروې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا په ۲۰۱۶ کې پیل او په ۲۰۱۸ کې بشپړه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د رواني ستونزو د کچې معلومولو په موخه یې د لومړي ځل لپاره په ۱۵ ولایتونو کې له نژدې ۱۳ زره کسانو سره مخامخ یو ساعته مرکې کړې دي او دا سروې هم د همدې مرکو پر بنسټ بشپړه شوې ده.

د یادې سروې پایلې ښیي چې روانه جګړه، بېوزلي او نامعلوم راتلونکی افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کېدو لوی لاملونه دي.

کارپوهانو هم وایي، روانه جګړه، بېکاري، کډوالي او نور دېر لاملونه شته چې خلک یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com