۰

افغانستان کې ۴۷ سلنه وګړي رواني ستونزې لري

دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د یوې نوې ترسره شوې پایلې ښيي، چې په افغانستان کې نېږدې ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي، خو د افغان چارواکو په وینا رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي.
افغانستان کې ۴۷ سلنه وګړي رواني ستونزې لري
د یوې نوې ترسره شوې پایلې ښيي، چې په افغانستان کې نېږدې ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي، خو د افغان چارواکو په وینا رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سروې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا په ۲۰۱۶ کې پیل او په ۲۰۱۸ کې بشپړه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د رواني ستونزو د کچې معلومولو په موخه یې د لومړي ځل لپاره په ۱۵ ولایتونو کې له نژدې ۱۳ زره کسانو سره مخامخ یو ساعته مرکې کړې دي او دا سروې هم د همدې مرکو پر بنسټ بشپړه شوې ده.

د یادې سروې پایلې ښیي چې روانه جګړه، بېوزلي او نامعلوم راتلونکی افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کېدو لوی لاملونه دي.

کارپوهانو هم وایي، روانه جګړه، بېکاري، کډوالي او نور دېر لاملونه شته چې خلک یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي