کورنیو چارو وزارت وایي اروزګان کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي

22 عقرب 1397 ساعت 12:52

د کورنیو چارو وزارت اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې د ۱۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې د ۱۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د مورچه قلعه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له بریدونو سره سم مرستندویه امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او پر طالبانو یې ناڅاپي بریدونه پیل کړل.

خبرپاڼه وايي، په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ نور ټپیان او برید یې پر شاه تمبول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې جګړه کې درې پولیس هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com