۰

کورنیو چارو وزارت وایي اروزګان کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د کورنیو چارو وزارت اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې د ۱۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي اروزګان کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې د ۱۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د مورچه قلعه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له بریدونو سره سم مرستندویه امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او پر طالبانو یې ناڅاپي بریدونه پیل کړل.

خبرپاڼه وايي، په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ نور ټپیان او برید یې پر شاه تمبول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې جګړه کې درې پولیس هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي