ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته ولاړ

12 عقرب 1397 ساعت 8:25

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یوه لوړ پوړي دولتی پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته ولاړ.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یوه لوړ پوړي دولتی پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن شنبې د لړم ۱۲ مه پکتیکا ولایت ته ورسېده.

خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني به پکتیکا ته په رسېدو سره د دغه ولایت د مقام ودانۍ چې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې پرانسته وکړي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني به د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځايي اوسېدونکو سره هم په جلا جلا توګه وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109847

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109847/

جمهور
  https://www.jomhornews.com