افغان ولسمشر محمد اشرف غني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یوه لوړ پوړي دولتی پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن شنبې د لړم ۱۲ مه پکتیکا ولایت ته ورسېده.
خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني به پکتیکا ته په رسېدو سره د دغه ولایت د مقام ودانۍ چې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې پرانسته وکړي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني به د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځايي اوسېدونکو سره هم په جلا جلا توګه وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل