هلمند: په ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شول

8 عقرب 1397 ساعت 12:40

هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.


هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شبنې د لړم ۸ مه سهار د هلمند – هرات پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، یاده ترافیکي پېښه د یوه سراچه ډول او ټېلر موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې په پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com