۰

هلمند: په ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شول

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۰
هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
هلمند: په ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شول
هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شبنې د لړم ۸ مه سهار د هلمند – هرات پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، یاده ترافیکي پېښه د یوه سراچه ډول او ټېلر موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې په پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي