سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې وسله وال غله یوه کور ته اوښتي او تر غلا وروسته یې یوه ځوانه نجلۍ په ډزو وژلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال فرهاد هاشمي نن پنشنبې د تلې ۵ مه ویلي دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې دوه وسله وال غله د بګرام ولسوالۍ د خواجه ده په کلي کې یوه کور ته اوښتي او د کور توکي یې غلا کړي دي.
هاشمي وايي، غله د غلا پر وخت د کور د خاوند له خوا چې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده پېژندل شوي، خو غلو پرې ډزې کړې هغه یې وژلې او له سیمې تښتېدلي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال فرهاد هاشمي د غلو د نیولو له پاره پولیسو پلټنې پیل کړې خو تر اوسه یې نه دي نیولي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په رڼا ورځ ۴ وسله والو غلو د پروان په مرکز چاریکار ښار کې یو صرافۍ ته د ننه شوي او له یوه صراف څخه یې دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ غلا کړي دي.
جمهورخبري آژانس:پروان