۰

پروان کې غلو له غلا وروسته یوه ځوانه نجلۍ وژلې ده

پنجشنبه ۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې وسله وال غله یوه کور ته اوښتي او تر غلا وروسته یې یوه ځوانه نجلۍ په ډزو وژلې ده.
پروان کې غلو له غلا وروسته یوه ځوانه نجلۍ وژلې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې وسله وال غله یوه کور ته اوښتي او تر غلا وروسته یې یوه ځوانه نجلۍ په ډزو وژلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال فرهاد هاشمي نن پنشنبې د تلې ۵ مه ویلي دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې دوه وسله وال غله د بګرام ولسوالۍ د خواجه ده په کلي کې یوه کور ته اوښتي او د کور توکي یې غلا کړي دي.

هاشمي وايي، غله د غلا پر وخت د کور د خاوند له خوا چې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده پېژندل شوي، خو غلو پرې ډزې کړې هغه یې وژلې او له سیمې تښتېدلي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال فرهاد هاشمي د غلو د نیولو له پاره پولیسو پلټنې پیل کړې خو تر اوسه یې نه دي نیولي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په رڼا ورځ ۴ وسله والو غلو د پروان په مرکز چاریکار ښار کې یو صرافۍ ته د ننه شوي او له یوه صراف څخه یې دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ غلا کړي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي