۱

ملګرو ملتونو میانمار کې د ټولوژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده

سی شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانو د ټولوژنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو میانمار کې د ټولوژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانو د ټولوژنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور دا راپور چې له سلګونو روهینګیا مسلمانانو سره د مرکو پر له مخې چمتو شوی په کې ویل شوي، چې په راخین ایالت کې د بشر ضد جرمونه باید په سمه توګه وپلټل شي.

په دغه راپور کې د میانمار پر چارواکو سختې نیوکې او ټینګار شوي، چې د روهینګیا مسلمانانو د ټول وژنې په اړه دې د دې هېواد له پوځي چارواکو پلټنې وشي.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور د میانمار د پوځ د شپږو جګپوړو چارواکو نومونه اخلي، او د هغوی د محاکمې غوښتنه هم کوي.

راپور وایي، د میانمار پوځ د احتمالي ګواښونو په ځواب کې داسې تکتیکونه کارولي چې اړتیا ورته نه وه.

رپوټ همدا رنګه د میانمار پروتلې سیاست والې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ان سون سوچي نیوکه کوي چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

باید و ویل شي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کابو ۷۰۰ زره روهینګیا مسلمانان د تاوتریخوالي له کبله له میانماره تښتېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي