روسیې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ازمویلي

2 جوزا 1397 ساعت 10:08

روسیه وايي، د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو یې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ۴ توغندي په بریالیتوب سره ازمویلي دي.


روسیه وايي، د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو یې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ۴ توغندي په بریالیتوب سره ازمویلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې سمندري ځواک ویلي دغه توغندي د روسیې په شمال لوېدیځو څنډو کې وازمویل شول، چې بریالي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې د (یوري دولګوروکي) په نوم اوبتل یې په سپین سمندرګي له خپل موقعيت څخه د بولاوا په نوم دا توغندي توغولي چې سرګلولې یې تر ټاکلو اهدافو رسولي دي.

د معلوماتو پر اساس د بولاوا توغندي د څو اټمي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او تر د ۹۳۰۰ کیلومټرو واټن ویشتلای شي.

یوري دولګوروکي هم د روسیې په سمندري ځواکونو کې د بوري کلاس د نویو درې اوبوتلونو څخه یو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104548

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104548/

جمهور
  https://www.jomhornews.com