۰

روسیې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ازمویلي

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
روسیه وايي، د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو یې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ۴ توغندي په بریالیتوب سره ازمویلي دي.
روسیې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ازمویلي
روسیه وايي، د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو یې د لویو وچو ترمنځ ویشتل کېدونکي ۴ توغندي په بریالیتوب سره ازمویلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې سمندري ځواک ویلي دغه توغندي د روسیې په شمال لوېدیځو څنډو کې وازمویل شول، چې بریالي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې د (یوري دولګوروکي) په نوم اوبتل یې په سپین سمندرګي له خپل موقعيت څخه د بولاوا په نوم دا توغندي توغولي چې سرګلولې یې تر ټاکلو اهدافو رسولي دي.

د معلوماتو پر اساس د بولاوا توغندي د څو اټمي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او تر د ۹۳۰۰ کیلومټرو واټن ویشتلای شي.

یوري دولګوروکي هم د روسیې په سمندري ځواکونو کې د بوري کلاس د نویو درې اوبوتلونو څخه یو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي