آلمان له افغانستان سره ۵۶ میلیونه یورو مرسته کوي

2 جوزا 1397 ساعت 9:59

المان غواړي د افغانستان د بیارغونې او کلیو پراختیا وزارت سره د ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي او دا مرستې به د اوبو رسولو او نورو پروژو په برخه کې ولګول شي.


المان غواړي د افغانستان د بیارغونې او کلیو پراختیا وزارت سره د ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي او دا مرستې به د اوبو رسولو او نورو پروژو په برخه کې ولګول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونېد آلمان د پراختیایي بانک استازو پرون د غبرګولي لومړۍ نېټه د کلیو پراختیا وزارت له وزیر مجیب الرحمن کریمي سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

د آلمان د پراختیایي بانک استازو ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې له افغانستان سره ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي.

په ورته وخت کریمي د افغانستان او المان اړیکې تاریخې وبللې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د آلمان هېواد د ۲۶ میلیون یورو مرستې هوکړه لیک چمتو دی او ډېر ژر به یې لاسلیک کړي.

د هغه په وینا د آلمان د ۲۰ میلیونه یورو مرستې هوکړه به هم ډېر ژر لاسلیک شي او د پاتې لس میلیونه یورو نورې مرستې هوکړه به هم د سږ کال په وروستیو کې لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104547

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104547/

جمهور
  https://www.jomhornews.com