۰

آلمان له افغانستان سره ۵۶ میلیونه یورو مرسته کوي

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
المان غواړي د افغانستان د بیارغونې او کلیو پراختیا وزارت سره د ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي او دا مرستې به د اوبو رسولو او نورو پروژو په برخه کې ولګول شي.
آلمان له افغانستان سره ۵۶ میلیونه یورو مرسته کوي
المان غواړي د افغانستان د بیارغونې او کلیو پراختیا وزارت سره د ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي او دا مرستې به د اوبو رسولو او نورو پروژو په برخه کې ولګول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونېد آلمان د پراختیایي بانک استازو پرون د غبرګولي لومړۍ نېټه د کلیو پراختیا وزارت له وزیر مجیب الرحمن کریمي سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

د آلمان د پراختیایي بانک استازو ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې له افغانستان سره ۵۶ میلیونه یورو مرسته وکړي.

په ورته وخت کریمي د افغانستان او المان اړیکې تاریخې وبللې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د آلمان هېواد د ۲۶ میلیون یورو مرستې هوکړه لیک چمتو دی او ډېر ژر به یې لاسلیک کړي.

د هغه په وینا د آلمان د ۲۰ میلیونه یورو مرستې هوکړه به هم ډېر ژر لاسلیک شي او د پاتې لس میلیونه یورو نورې مرستې هوکړه به هم د سږ کال په وروستیو کې لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي