کندهار کې ناپېژانده وسله والو پنځه ماین پاکان وژلي دي

31 ثور 1397 ساعت 12:44

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنځه تنه ماین پاکوونکي وژلي او یو یې له ځان سره بېولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنځه تنه ماین پاکوونکي وژلي او یو یې له ځان سره بېولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي زیاتوي، چې دغه پېښه نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، نامعلومه وسله والو کسانو د  AMDC  په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو د میوند ولسوالۍ د ملنګ کاریز په سیمه کې برید کړی دی.

احمدي زیاتوي، چې په دغه برید کې د یادې موسسې پنځه تنه ماین پاکان وژل شوی او یو تن یې وسله والو له ځان سره بېولی دی.

د کندهار د والي ویاند وايي، AMDC په نوم د دغې موسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلو.

تر اوسه د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو امنیتي چارواکي وایي، دوی په سیمه کې عملیات پیل کړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 104478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com