۰

کندهار کې ناپېژانده وسله والو پنځه ماین پاکان وژلي دي

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنځه تنه ماین پاکوونکي وژلي او یو یې له ځان سره بېولی دی.
کندهار کې ناپېژانده وسله والو پنځه ماین پاکان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنځه تنه ماین پاکوونکي وژلي او یو یې له ځان سره بېولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي زیاتوي، چې دغه پېښه نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، نامعلومه وسله والو کسانو د  AMDC  په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو د میوند ولسوالۍ د ملنګ کاریز په سیمه کې برید کړی دی.

احمدي زیاتوي، چې په دغه برید کې د یادې موسسې پنځه تنه ماین پاکان وژل شوی او یو تن یې وسله والو له ځان سره بېولی دی.

د کندهار د والي ویاند وايي، AMDC په نوم د دغې موسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلو.

تر اوسه د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو امنیتي چارواکي وایي، دوی په سیمه کې عملیات پیل کړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي