هېواد کې وروستیو سېلابونو له ۷۲ تنو ژوند اخیستی

30 ثور 1397 ساعت 13:44

له طبعیي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په هېواد کې د وروستیو سیېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.


له طبعیي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په هېواد کې د وروستیو سیېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې سخت ورښتونه او سېلابونه راغلي، چې له امله یې ۷۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طبعیي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولتي وزارت ویاند عمر محمدي وايي، وروستیو سېلابونو کې ۷۲ تنه مړه شوي دوه تنه ورک او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله ۶۱۷ څاروي تلف شوي،۸۸۸ کورونه له منځه تللي، ۱۶۹۵ کورونه زیانمن شوي او ۲۹۶ جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې تر اوسه پورې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسول شوي، چې په کې خواړه، خیمې، ترپالونه، روغتیايي مواد او د کور د اړتیا وړ نور وسایل شامل دي.

دغه راز هغه وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وې، له خپلو کورونو څخه خوندي ځایونو ته لیږدول شوي او په ښوونځیو او جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com