۰

هېواد کې وروستیو سېلابونو له ۷۲ تنو ژوند اخیستی

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
له طبعیي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په هېواد کې د وروستیو سیېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
هېواد کې وروستیو سېلابونو له ۷۲ تنو ژوند اخیستی
له طبعیي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په هېواد کې د وروستیو سیېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې سخت ورښتونه او سېلابونه راغلي، چې له امله یې ۷۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طبعیي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولتي وزارت ویاند عمر محمدي وايي، وروستیو سېلابونو کې ۷۲ تنه مړه شوي دوه تنه ورک او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله ۶۱۷ څاروي تلف شوي،۸۸۸ کورونه له منځه تللي، ۱۶۹۵ کورونه زیانمن شوي او ۲۹۶ جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې تر اوسه پورې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسول شوي، چې په کې خواړه، خیمې، ترپالونه، روغتیايي مواد او د کور د اړتیا وړ نور وسایل شامل دي.

دغه راز هغه وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وې، له خپلو کورونو څخه خوندي ځایونو ته لیږدول شوي او په ښوونځیو او جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي