دفاع وزارت:

د غزني اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

30 ثور 1397 ساعت 11:03

د ملي دفاع وزارت وايي، د غزنی په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بریدونو مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، د غزنی په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بریدونو مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړې دي او د غزني د ولایتو شورا غړو ویل که افغان ځواکونو ته مرسته ونه ورسېېږي، له ولسوالۍ به له سقوط سره مخ شي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې پراخ پوځي او هوايي بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې تر اوسه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com