۰
دفاع وزارت:

د غزني اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۳
د ملي دفاع وزارت وايي، د غزنی په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بریدونو مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملي دفاع وزارت وايي، د غزنی په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بریدونو مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړې دي او د غزني د ولایتو شورا غړو ویل که افغان ځواکونو ته مرسته ونه ورسېېږي، له ولسوالۍ به له سقوط سره مخ شي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې پراخ پوځي او هوايي بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې تر اوسه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي