د حکمتیار او محقق تر منځ د لفظي شخړې راپورونه رد شول

18 ثور 1397 ساعت 16:32

د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق دفتر هغه آوازې رد کړې، چې ګنې ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د ښاغلي محقق او ښاغلي حکمتیار تر منځ لفظي شخړه شوې ده.


د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق دفتر هغه آوازې رد کړې، چې ګنې ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د ښاغلي محقق او ښاغلي حکمتیار تر منځ لفظي شخړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینو رسنیو نن سهار سه شنبې د غويي ۱۸ مه د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې تېره ورځ په ارګ کې د جهادي مشرانو سره د ولسمشر په غونډه کې د حزب اسلامي د مشر او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق تر منځ لفظي شخړه وشوه.

په راپور کې ویل شوي وو چې د دغه دوه جهادي مشرانو تر منځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش او نه وېش پر سر لفظي شخړه وشوه او یو بل ته یې تر سپکو سپورو ویلو وروسته ښاغلي محقق غونده په نمايي کې پرېښوده او له ارګ نه ووتلو.

خو د ښاغلي محقق دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه آوازې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي محقق تر منځ هېڅ ډول لفظي شخړه نه ده شوې.

په خپرپانه کې ویل شوي، چې د جهادي مشرانو په دې ناسته کې یوازې د ټاکنو په تړاو خبرې شوې نه د تذکرې پر سر نو ځکه دا اوازې هم دروغ دي.

سرچینه وایي، محقق ځکه له غونډې زر راوتلی، چې په همدې وخت کې د هغه په کور کې د کابل د علماو یوه غونډه هم روانه وه او نوموړي هغې غونډې ته ځان ورساوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104081

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104081/

جمهور
  https://www.jomhornews.com