۰

د حکمتیار او محقق تر منځ د لفظي شخړې راپورونه رد شول

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۲
د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق دفتر هغه آوازې رد کړې، چې ګنې ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د ښاغلي محقق او ښاغلي حکمتیار تر منځ لفظي شخړه شوې ده.
د حکمتیار او محقق تر منځ د لفظي شخړې راپورونه رد شول
د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق دفتر هغه آوازې رد کړې، چې ګنې ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د ښاغلي محقق او ښاغلي حکمتیار تر منځ لفظي شخړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځینو رسنیو نن سهار سه شنبې د غويي ۱۸ مه د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې تېره ورځ په ارګ کې د جهادي مشرانو سره د ولسمشر په غونډه کې د حزب اسلامي د مشر او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق تر منځ لفظي شخړه وشوه.

په راپور کې ویل شوي وو چې د دغه دوه جهادي مشرانو تر منځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش او نه وېش پر سر لفظي شخړه وشوه او یو بل ته یې تر سپکو سپورو ویلو وروسته ښاغلي محقق غونده په نمايي کې پرېښوده او له ارګ نه ووتلو.

خو د ښاغلي محقق دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه آوازې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي محقق تر منځ هېڅ ډول لفظي شخړه نه ده شوې.

په خپرپانه کې ویل شوي، چې د جهادي مشرانو په دې ناسته کې یوازې د ټاکنو په تړاو خبرې شوې نه د تذکرې پر سر نو ځکه دا اوازې هم دروغ دي.

سرچینه وایي، محقق ځکه له غونډې زر راوتلی، چې په همدې وخت کې د هغه په کور کې د کابل د علماو یوه غونډه هم روانه وه او نوموړي هغې غونډې ته ځان ورساوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي