ابراهیمي:

امنیتي بنسټونو پر ژورنالستانو د برید په مخنیوي کې بې پروايي کړې ده

12 ثور 1397 ساعت 14:08

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر امنیتي بنسټونو تور پورې کړ، چې په کابل کې پر ژورنالستانو د شوي برید په مخنیوي، کې یې بې پروايي کړې ده.


د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر امنیتي بنسټونو تور پورې کړ، چې په کابل کې پر ژورنالستانو د شوي برید په مخنیوي، کې یې بې پروايي کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ابراهیمي د ولسي جرګې د نن ورځې (چهارشنبې د غويي ۱۲مې) په عمومي غونډه کې و ویل، چې حکومت باید د ژورنالستان امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د رسنیو او بیان آزادي د دولت د تېرې یوې نیمې لسیزې یوه لوی لاس ته راوړنه ده، خو په خواشنۍ سره چې وړمه ورځ دغه کورنۍ هم تر برید لاندې ونیول شوه.

هغه و ویل«موږ دغه برید په کلکه غندو، د دې برید په مخنیوي کې د دولت غفلت له ورایه ښکاري، د ټاکنو په درشل کې امنیتي وضعیت ګواښمن شوی دی، چې امنیتي بنسټونه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو رسنۍ او خبریالان د ملت او ټولنې سترګې، غږونه او ژبه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید پر رسنیو او خبریالانو له بریدونو مخنیوی وکړي او امنیت ته یې جدي پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې یوه غړي نادرشاه بحر و ویل، چې له خبریال پرته ټولنه ړنده او ګڼه وي او حکومت باید د خبریالانو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې دا مهال امنیتي وضعیت دومره پېچلی شوی، چې هېڅوک د امنیت احساس نه کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې نورو غړو بیا په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو نیوکه وکړه، او په هېواد کې د روانې جګړې عاملین یې همدی وبلل
.
د جرګې غړي صادقي زاده نیلي و ویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون جنګ ته پلمه جوړه کړې او افغانان د برېتانیا او امریکا د امنیت قرباني کېږي.

هغه پر نړیولې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانانو د ژوند او امنیت په اړه د مسوولیت احسان وکړي او په دغه هېواد کې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي.

باید و ویل شي، چې دوه ورځې وړاندې (د غويي ۱۰مه) کابل کې تر یوه ځانمرګي وروسته دوهم ځانمرګي د خبریالانو پر یوه ډله چې د لومړي برید د خبري پوښښ له پاره سیمې ته ورغلي و، برید وګړ، چې په ترڅ کې یې د ۹ خبریالانو په ګدون ۲۹ تنه شهیدان شول او دغه راز د شپږو خبریالانو په ګډون یې تر ۴۵ زیات ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 103870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com