۰
ابراهیمي:

امنیتي بنسټونو پر ژورنالستانو د برید په مخنیوي کې بې پروايي کړې ده

چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر امنیتي بنسټونو تور پورې کړ، چې په کابل کې پر ژورنالستانو د شوي برید په مخنیوي، کې یې بې پروايي کړې ده.
امنیتي بنسټونو پر ژورنالستانو د برید په مخنیوي کې بې پروايي کړې ده
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر امنیتي بنسټونو تور پورې کړ، چې په کابل کې پر ژورنالستانو د شوي برید په مخنیوي، کې یې بې پروايي کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ابراهیمي د ولسي جرګې د نن ورځې (چهارشنبې د غويي ۱۲مې) په عمومي غونډه کې و ویل، چې حکومت باید د ژورنالستان امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د رسنیو او بیان آزادي د دولت د تېرې یوې نیمې لسیزې یوه لوی لاس ته راوړنه ده،
هغه و ویل«موږ دغه برید په کلکه غندو، د دې برید په مخنیوي کې د دولت غفلت له ورایه ښکاري، د ټاکنو په درشل کې امنیتي وضعیت ګواښمن شوی دی، چې امنیتي بنسټونه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.»
خو په خواشنۍ سره چې وړمه ورځ دغه کورنۍ هم تر برید لاندې ونیول شوه.

هغه و ویل«موږ دغه برید په کلکه غندو، د دې برید په مخنیوي کې د دولت غفلت له ورایه ښکاري، د ټاکنو په درشل کې امنیتي وضعیت ګواښمن شوی دی، چې امنیتي بنسټونه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو رسنۍ او خبریالان د ملت او ټولنې سترګې، غږونه او ژبه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید پر رسنیو او خبریالانو له بریدونو مخنیوی وکړي او امنیت ته یې جدي پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې یوه غړي نادرشاه بحر و ویل، چې له خبریال پرته ټولنه ړنده او ګڼه وي او حکومت باید د خبریالانو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې دا مهال امنیتي وضعیت دومره پېچلی شوی، چې هېڅوک د امنیت احساس نه کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې نورو غړو بیا په افغانستان کې پر بهرنیو
د جرګې غړي صادقي زاده نیلي و ویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون جنګ ته پلمه جوړه کړې او افغانان د برېتانیا او امریکا د امنیت قرباني کېږي.
ځواکونو نیوکه وکړه، او په هېواد کې د روانې جګړې عاملین یې همدی وبلل
.
د جرګې غړي صادقي زاده نیلي و ویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون جنګ ته پلمه جوړه کړې او افغانان د برېتانیا او امریکا د امنیت قرباني کېږي.

هغه پر نړیولې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانانو د ژوند او امنیت په اړه د مسوولیت احسان وکړي او په دغه هېواد کې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي.

باید و ویل شي، چې دوه ورځې وړاندې (د غويي ۱۰مه) کابل کې تر یوه ځانمرګي وروسته دوهم ځانمرګي د خبریالانو پر یوه ډله چې د لومړي برید د خبري پوښښ له پاره سیمې ته ورغلي و، برید وګړ، چې په ترڅ کې یې د ۹ خبریالانو په ګدون ۲۹ تنه شهیدان شول او دغه راز د شپږو خبریالانو په ګډون یې تر ۴۵ زیات ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي