۰
د کونړ دیني علما:

که دیني علما سره یو موټی شی، روانه جګړه پای ته رسېدای شي

یکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۴
د کونړ دیني عالمان وايي، که علما سره یو موټی شي جګړه پای ته رسېدای شي، ځکه د دوی په وینا یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې ده، یو یې یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني.
که دیني علما سره یو موټی شی، روانه جګړه پای ته رسېدای شي
د کونړ دیني عالمان وايي، که علما سره یو موټی شي جګړه پای ته رسېدای شي، ځکه د دوی په وینا یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې ده، یو یې یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په
د جمهور آژانس د خبر له مخې کونړ کې دیني عالمانو، قومي مخور او چارواکو دغه څرګندونې په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د تېرو څلورو لسیززو جګړو افغانانو او افغانستان ته هېڅ ګټه نه ده رسولې بلکې هره ورځ یې د غم په ټغر کېنولي دي.
منځ کې دا خلک وژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کونړ کې دیني عالمانو، قومي مخور او چارواکو دغه څرګندونې په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د تېرو څلورو لسیززو جګړو افغانانو او افغانستان ته هېڅ ګټه نه ده رسولې بلکې هره ورځ یې د غم په ټغر کېنولي دي.

دغه دیني عالمانو و ویل، نور د دې وخت رسېدلی، چې دغه جګړې او روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

دیني عالمانو ټينګار وکړ، چې د دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دي او هوډ لري دغه اسلامي او افغاني دنده تر سره کړي.

یو تن دیني عالم مولوي سید ولي والله ولسونه او دینې عالمان دنده لري چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د روغې جوړې لپاره خپله اسلامي او افغاني دنده ترسره کړي،
د مولوي نجیب الله حقیار په خبره د جګړې دواړو خواو ته دیني عالمان موجود دي او هریو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه ایاتونه او احادیث تحلیل او تفسیر کړي چې لومړی باید دوی خپل منځ کې وحدت رامنځته کړي.
څو په هېواد کې روانه ورور وژنه پای ته ورسېږي.

دوی دا هم و ویل چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو تر ټولو غوره لار دا ده چې دیني عالمان سره یو موټی او متحد شي او د سولې له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځپلې وکړي.

مولوي سید ولي الله زیاته کړه، چې حکومت او وسله والو مخالفینو ته پکار ده چې دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د روغې جوړې واک ورکړي.

د مولوي نجیب الله حقیار  په خبره د جګړې دواړو خواو ته دیني عالمان موجود دي او هریو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه ایاتونه او احادیث تحلیل او تفسیر کړي چې لومړی باید دوی خپل منځ کې وحدت رامنځته کړي.

ښاغلي حقیار وویل«یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته
ښاغلي حقیار وویل«یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې، یوهم یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که یوه لوېشت ځای دې ونیوه او یادې یو مسلمان وواژه، دې ته کامیابي مه وایه، زموږ او ستاسي بریالیتوب په دې کې دی چې سره په یوه ټغر کینو او روغه جوړه وکړو.»
را اړولې، یوهم یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که یوه لوېشت ځای دې ونیوه او یادې یو مسلمان وواژه، دې ته کامیابي مه وایه، زموږ او ستاسي بریالیتوب په دې کې دی چې سره په یوه ټغر کینو او روغه جوړه وکړو.»

دوی وايي، د اسلام په مقدس دین کې په هېڅ ډول د یوه بې ګناه مسلمان وژنه او ځورونه جواز نه لري او د هر ملا په فتوا که یو څوک وژل کېږي یا ټپي کېږي، د قاتل ترڅنګ فتوا ورکوونکی هم په قتل کې شریک دی.

په ورته وخت کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي هم و ویل، چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، او د ټولنې له نورو غړو له مرستې پرته افغانستان کې سوله امکان نه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې علما، قومي مشران او ځوانان کولای شي، د سولې په برخه کې مرسته وکړي او د دولت وسله وال مخالفین دې ته واداره کړي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

نوموړي پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې حکومت بې له قیده شرط د سولې خبرو ته چمتو دی او په دې برخه کې علما کولای شي د سولې په تړاو خپلې هڅې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي