ازبکستان، افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بیه ټیټه کړې ده

24 دلو 1396 ساعت 8:40

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، ازبکستان، افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بيه له ٧،٦ سنټه څخه پنځو سنټو ته را ټيټه کړې ده.


د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، ازبکستان، افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بيه له ٧،٦ سنټه څخه پنځو سنټو ته را ټيټه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د سلاکار ویاند قادر شاه ویلي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په تاشکند کې د افغان سولې په پار د جوړېدونکي کنفرانس پر اهميت د خبرو لپاره په یو درې ورځني رسمي سفر ازبکستان ته تللی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي اتمر د ازبکستان د سیاسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه والي ترڅنګ په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د لازمو شرایطو او اسانتیا د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه وايي د ملي امنیت سلاکار، د سوداګرۍ د پراختیا، د اور ګاډي پټلۍ او د بریښنا د مزي د غځېدو چارې چې لومړني کارونه یې پیل شوي هم خبرې اترې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند د قادر شاه زیاتوي، چې ازبکستاني چارواکو هم له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101339

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101339/

جمهور
  https://www.jomhornews.com