د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، ازبکستان، افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بيه له ٧،٦ سنټه څخه پنځو سنټو ته را ټيټه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د سلاکار ویاند قادر شاه ویلي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په تاشکند کې د افغان سولې په پار د جوړېدونکي کنفرانس پر اهميت د خبرو لپاره په یو درې ورځني رسمي سفر ازبکستان ته تللی وو.
نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي اتمر د ازبکستان د سیاسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه والي ترڅنګ په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د لازمو شرایطو او اسانتیا د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه وايي د ملي امنیت سلاکار، د سوداګرۍ د پراختیا، د اور ګاډي پټلۍ او د بریښنا د مزي د غځېدو چارې چې لومړني کارونه یې پیل شوي هم خبرې اترې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند د قادر شاه زیاتوي، چې ازبکستاني چارواکو هم له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل