د QR کوډ منځپانګهد QR کوډ سره پاڼه ترلاسه کړئ

طالبانو د مسکو وروستۍ ادعا په کلکه رد کړه

5 حوت 1404 ساعت 9:54

د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې وايی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي شتون لري.


د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې وايی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي شتون لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، افغانستان امن دی او د هېواد ټوله جغرافیه دیو واحد حاکمیت ترواک لاندې ده او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت توان نه لري.

 مجاهد زیاته وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا پخوانۍ ده او له روسیې وغوښتل چې دافغانستان واقعیتونه درک کړي اوپه ټکو یې خپل رپوټونه دعیني واقعیتونو په اساس نوي کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپل ویبسایټ کې ویلي، په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو د جنګیالو شمیر له ۲۰ - ۲۳ زرو کسانو ته رسیږي چې نیمایي برخه یې بهرني اتباع دي.

د یادونې وړ ده چې روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هیواد دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 191364

دمطلب پته :
https://www.jomhornews.com/ps/news/191364/

جمهور
  https://www.jomhornews.com