د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې اعلان وکړ چې دې ډلې د کاغذي او الکترونیکي پېژندل پاڼو د تایید او اصلاح فیسونه لغوه کړي دي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې اعلان وکړ چې دې ډلې د کاغذي او الکترونیکي پېژندل پاڼو د تایید او اصلاح فیسونه لغوه کړي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د رسنیو دفتر نن دوشنبې(د کب ۴مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې مراجعینو ته د اسانتیا برابرولو لپاره، دې ادارې د پېژندپاڼو د تایید فیس معاف کړی او له دې وروسته به دا خدمات پرته له کوم فیس څخه وړاندې شي. په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: د تابعیت کارتونو کې د کارمندانو لخوا ترسره شوي غلطۍ او غلط معلومات به د نفوسو د ثبت ولایتي رییس، د ولسوالۍ د نفوسو د ثبت رییس، او په ټول هیواد کې د بریښنایی او اسانه کارونې وړ هویت کارت مرکزونو مدیرانو لخوا د تصویب وروسته پرته له کوم فیس څخه اصلاح شي. د یادونې وړ ده چې پخوا، د کاغذي هویت کارتونو د تایید فیس له ۴۰۰ افغانیو څخه ډیر او د اصلاح لپاره یې ۵۰۰ افغانیو و. جمهورخبري آژانس