په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) د هیواد د غنمو بزګرانو ته د ۹۰۰ ټنو څخه زیاتو عضوي سرې ویش اعلان کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) د هیواد د غنمو بزګرانو ته د ۹۰۰ ټنو څخه زیاتو عضوي سرې ویش اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د لیندۍ ۱۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دې سازمان د نړیوال بانک په ملاتړ، په ټول هیواد کې د غنمو ۳۰۰۰ بزګرانو ته ۹۰۶ ټنه عضوي سرې ویشلي او د روزنې لپاره یې تجربوي پلاټونه جوړ کړي دي. د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړه: لومړنۍ پایلې ښیې چې دې سرې په حاصلاتو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی، د کیمیاوي موادو کارول کم کړي او د اوږدې مودې پایښت لپاره د خاورې روغتیا ښه کړې ده. جمهورخبري آژانس