دا په زړه پورې ده ۰
د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان وايي چې د طالبانو پر وړاندې زموږ سخته مبارزه پای ته نه ده رسیدلې.
د طالبانو پر وړاندې زموږ سخته مبارزه پای ته نه ده رسیدلې
د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان وايي چې د طالبانو پر وړاندې زموږ سخته مبارزه پای ته نه ده رسیدلې.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات نن چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د متحده ایالاتو د پوځ غړو ته د پخوانیو سرتیرو ورځ مبارک شه، په افغانستان کې ستاسو د خدمت لپاره مننه.

هغه زیاته کړه: دا یوه سمه هڅه وه، موږ د وسله والو ځواکونو ټولو غړو او ملکي وګړو څخه مننه کوو چې زما په هیواد کې یې خدمت کړی دی.

جنرال وویل: اوس نړۍ پوهیږي چې ولې موږ ټولو د طالبانو د شر پر وړاندې دومره سخته مبارزه وکړه. دا جګړه پای ته نه ده رسیدلې.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcfecdytw6dcya.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته