دا په زړه پورې ده ۰
د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کې د پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میشتو ډلو پر وړاندې د پولې هاخوا د پوځي اقدام امکان رد نه شي.
په افغانستان کې د میشتو ډلو پر وړاندې د پولې هاخوا د پوځي اقدام امکان نه شو ردېدای
د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کې د پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میشتو ډلو پر وړاندې د پولې هاخوا د پوځي اقدام امکان رد نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف نن چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) خبرداری ورکړ چې په اسلام آباد او جنوبي وزیرستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته، اسلام آباد ممکن د افغانستان په خاوره کې پوځي بریدونه ترسره کړي.

هغه جیو نیوز ته وویل: د وروستیو دوو مرګونو پیښو وروسته، په افغانستان کې میشتو ډلو پر وړاندې د پولې هاخوا د پوځي اقدام امکان رد نه شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو ورځو کې وژونکي ځانمرګي او تهاجمي بریدونه لیدلي دي.

په اسلام آباد کې پرون یوه ځانمرګي برید ۱۲ کسان ووژل او له ۳۰ څخه ډیر نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان د دفاع وزیر دا پیښه د خپل هیواد لپاره "د ویښیدو زنګ" وباله او طالبان یې د بریدونو عاملینو ته د پناه ورکولو تور ولګاوه.

اصف تېره ورځ ویلي وو چې طالبان کولی شي د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه ودروي، خو اسلام آباد ته د جګړې راوستل د کابل له خوا یو څرګند پیغام و.

هغه زیاته کړه چې پاکستان به هیڅکله جګړه پیل نه کړي، خو د تیري هیڅ عمل به بې ځوابه نه پریږدي او ترهګرۍ ته به په کلکه ځواب ووایی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdccm4qsi2bq4s8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته