د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که اړ شي، نو د افغانستان او پاکستان جګړه په اسانۍ هوارولی شی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که اړ شي، نو د افغانستان او پاکستان جګړه په اسانۍ هوارولی شی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، ټرمپ پرون جمعې ناوخته د (تلې ۲۵ مه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان له جګړې خبر دی.
هغه زیاته کړې«که څه هم زه پوهیږم چې پاکستان په افغانستان برید کړی یا له افغانستان سره جنګ روان دی. که اړ شم چې حل یې کړم، نو زما لپاره یې حل کول اسانه دي»
ده دا هم ویلي: «په ورته وخت کې، زه باید متحده ایالات اداره کړم. مګر زه د جګړو حل کول خوښوم. تاسو پوهیږئ ولې؟ زه غواړم د خلکو د وژل کیدو مخه ونیسم او ما د ملیونونو خلکو ژوند ژغورلی. او زه فکر کوم چې موږ به په دې جګړې بریالي شو.»
ټرمپ تر مخکې منځني ختیځ ته د سفر پر مهال هم د طالبانو د پوځیانو او پاکستاني پوځ تر منځ په روانو نښتو تبصره کړې وه او ویلي وو چې دا لانجه به هم هواره کړي.
دی د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د هواري ژمنه کړې پر داسې مهال کوي، چې پاکستاني پوځیانو د ۴۸ ساعته اوربند په پای ته رسېدو په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.
د پاکستان هوايي ځواک دغه بریدونه د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د ملکي وګړو په کورونو کړي دي، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان په دغه بریدونو کې د کرکټ د درې سیمه ییزه لوبغاړو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د ولایتي روغتون یوه مسوول ویلي، په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې په وژل شویو کې دری کرکټ لوبغاړي هم شامل دي چې د ګڼو ورزشکارانو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي دي.
راشد خان: ګران وطن باندې د پاکستان بریدونه په کلکه غندم او دغو بریدونو کې د هېوادوالو او کرکټ لوبغاړو د شهادت له کبله سخت خواشینی یم او تسلیت وایم.
محمد نبي: د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت خبر راته خورا دردوونکی وو چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستان پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول. دا پېښه یوازې د پکتیکا نه بلکې، د ټول افغانستان د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. مو به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېره نه کړو.
حشمت الله شهیدي: په ژوره خواشینۍ او د زده له درده مې واورېدل، چې د پکتیکا ولایت ارګون سیمه کې د پاکستان رژیم په ظالمانه بمبار کې د افغانستان د کورني کرکټ درې تکړه او هیله من لوبغاړي شهیدان شوي دي. دوی د سولې، ویاړ او د وطن د رڼا استازي وو، د توپ او بېټ له لارې یې د وطن نوم روښانه ساته، خو د جبر تیارو پرې د تل لپاره تور سیوری واچاوه.
ګلبدین نایب: په ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پر بې ګناه ولسونو د پاکستان د بزدلانه پوځي رژیم له خوا یو خونړی برید تر سره شوی دی، چې په نتیجه کې یې د کرکټ زلمیان او یو شمېر نور بې ګناه وطنوال شهیدان شوي دي. دا برید نه یوازې له انسانیت او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، عزت او ملي غرور پر وړاندې یو ښکاره تجاوز هم دی. د پاکستان د پوځ دا ډول وحشیانه کړنې هېڅلکه د افغان ملت اراده نه شي کمزورې کولی، بلکې زموږ د زړورو زلمیانو د وطن پالنې روحیه لا پیاوړې کوي.