باوري سرچینې وايي، طالبانو د شمشاد رادیو تلوېزیون خپرونو د بندولو امر ورکړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د سرچینو په وینا دغه تلوېزیون ته د طالبانو د استخباراتو له خوا ویل شوي، چې خپلې خپرونې بندې کړي. بل خو د شمشاد تلوېزیون مسوولینو هم تایید کړې، چې د دوی خپرونې تر نامعلومې مودې پورې بندې شوې دي. طالب چارواکي وايي، د شمشاد راډیو ټلویزیون فعالیتونه د ملي ګټو پر ضد د نشراتو له امله درول شوي دي. د هرات والي ویاند محمدیوسف سعیدي څرګنده کړې چې دغه پرېکړه د پاکستان د پوځي رژیم له یرغل وروسته د رسنۍ د خپرونو د محتوا له ارزونې وروسته شوې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او طالبانو ویاندویانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. شمشاد خپلې ټلویزوني خپرونې په ۲۰۰۶ کال کې پيل کړې، چې کابل کې یو له لومړنیو پښتو ژبو خصوصي ټلویزوني رسنیو بلل کېده. دغه ټلویزوني شبکه د فضل کریم فضل په نوم د یوه افغان سوداګر له لوري جوړه شوې چې وړاندې یې د ماین پاکۍ د خدمتونو اداره درلوده. تر دې مخکې په کابل کې ځينې نورې رسنۍ هم تړل شوي چې د طالبانو حکومت یې دلیل مالي امکانات او یا هم له واکمنو تګلارو سرغړونه بللې ده. جمهورخبري آژانس