دا په زړه پورې ده ۰
د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې د کرېکټ د یوې سیمه‌ييزې لوبډلې د غړو وژل په ترټولو سختو ټکو غندي.
پر لوبغاړو د پاکستاني پوځ بمباري غندو او عاملان یې باید مسؤل وګڼل شي

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې د کرېکټ د یوې سیمه‌ييزې لوبډلې د غړو وژل په ترټولو سختو ټکو غندي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان د بشري‌ حقونو نړیوالو بنسټونو  غږ کړی، چې دا پېښه «په بېړني ډول وڅېړي او عاملان یې باید مسؤل وګڼل شي.»

دغه بنسټ وايي، په دې برید کې د ملکي‌ خلکو هدف ګرځول د بشري حقونو نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو له منشوره "جدي سرغړونه ده.

د بشري‌ حقونو نړیوال سازمان دا څرګندونې پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې کړې دي او د دې لوبډلې یو عکس او ویډيو یې هم خپره کړې ده.

ورسره لیکلي یې دي: «د دغه توپ‌اچوونکي غمجن مرګ چې په دې وروستیو کې یې نړۍ وړتیا ولیده او په ویډيو کې له خپلو اوسنیو وژل شوو ملګرو لوبغاړو سره ښکاري، د دې بې‌دلیله دوښمنیو له کبله رامنځ‌ته شوی ژور انساني تاوان په ګوته کوي.»

باید و ویل شي، چې پاکستان پرون ماښام د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د ولسي وګړو په کورونو بمبار کړی، چې له امله یې د کرکټ د درې لوبغاړو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي او د لوبغاړو په ګډون تر ۱۵ پورې کسان ټپيان شوي، چې ماشومان هم په کې دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdccmmqs12bq4s8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته