دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د پکتیکا ولایت په برمل او ارګون کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرکټ درې لوبغاړي هم شهیدان شوي دي.
کرکټ بورډ: پاکستان په پکتیکا کې د کرکټ لوبغاړي وژلي دي
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ دغه برید غندلی وايي، له همدې آمله یې  له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.

بورډ په خپله پاڼه لیکلي چې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون یې دا پرېکړه کړې ده.

د پکتیکا په ارګون کې د جمعې ماښام په بریدونو کې د دریو ولایتي کرکټرانو په شمول اته کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د کرکټ بورډ بیان زیاتوي وژل شوي لوبغاړي هارون، صبغت الله او کبیرآغا نومېدل چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لوبې وروسته بېرته ارګون ته ستانه شوي وو خو هلته د دمې پر مهال پرې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي برید شوی وو.

د افغانستان د کرکټ ګڼو ملي لوبغاړو هم د پکتیکا د دریو ولایتي لوبغاړو په وژنه خواشیني ښوولې او د پاکستان د پوځ بمباري یې غندلې ده.

تمه وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷ تر ۲۹ مې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبې ممکنې نه دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdca00n6649na61.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته