د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړی او د پاکستان یوه پوسته یې نیولې ده.
د پکتیکا د ولایتي روغتون یوه چارواکي ویلي، د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، په وژل شویو کې دری کرکټ لوبغاړي هم شامل دي چې د ګڼو ورزشکارانو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډمهاله اوربند د دوحې د خبرو اترو تر پایه پورې غځول شوی دی.
له پرون راهیسې د پاکستان له خوا اوربند مات شوی دی.